CRI Online

د ۲۰۱۷م کال لپاره د څونګ دو نړيوال فورم پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 11:07:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال لپاره د څونګ دو دوه ورځني نړيوال فورم د نومبر په ۲۹مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پای ته ورسېد چې نړيواله اداره او د چين نظر د سږني فورم سرليک و. د شلو هېوادونو پخوانيو مشرانو او چارواکو او سلو چيني او بهرنيو کارپوهانو په دغه فورم کې ګډون درلود. برخوالو د نړيوالو اداري اصلاحاتو د لارو، هدف، نړيوالې ادارې او د چين نظر په شمول د موضوعاتو په اړه بحث وکړ.

د برخوالو په اند، د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز وړاندې کول د نړيوال اداري سيستم د ښه والي لپاره ډېر اهميت لري، نو د دغه فورم د ګډون کوونکو د پاملرنې وړ ټکی و. د جاپان پخواني صدراعظم او د ختيځې اسيا د ټولنيزو علومو اکاډمۍ مشر يوکيو هاتوياماک وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې به د اساسي تاسيساتو په شمول برخو کې د پانګونې له لارې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ سويه لوړه شي او نړيوالې شخړې به کمې شي. نو دغه وړانديز ډېر ښه دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای