CRI Online

سږ کال د چين او اروپا ترمنځ شپږ سوه يم مال وړونکي اورګاډي له شينجيانګ څخه حرکت وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 11:29:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر د دېرشمې نېټې د مازديګر په پنځو بجو د چين او اروپا ترمنځ شپږ سوه يم مال وړونکي اورګاډي د اورمچي له مرکز څخه حرکت وکړ. د شينجيانګ د شينتي په نوم د مال د لېږد رالېږد نړيوال سهامي شرکت مرستيال نان جون وويل، چې د تېر کال په مې مياشت کې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډو د درېدلو مرکز له جوړېدو نه وروسته د اورګاډو شمېر ګام په ګام زياتېږي. په پيل کې د هرې اوونۍ لپاره يو اورګاډی، ورپسې د دوو ورځو لپاره درې اورګاډي او اوسمهال هره ورځ درې اورګاډي له دغه مرکز څخه اروپا ته حرکت کوي.

تر اوسه پورې، له دغه مرکز څخه اروپا ته د اوسپنيزو لارو شمېر له څلورو څخه اتلسو ته زيات شوی دی چې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو، ايران، روسيې، اوکراين، ترکيې، المان، هالنډ، هسپانيې او فرانسې په شمول د اوولسو هېوادونو درويشتو ښارونو ته رسېدلی شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای