CRI Online

بهرني چارواکي او کارپوهان د چين کمونېست ګوند او د نړۍ د نورو ګوندونو ترمنځ لوړ پوړې ډيالوګ ته هر کلی کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 12:48:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چک او موراويا د کمونېست ګوند رئيس او د چک د ولسي جرګې مرستيال وتيچ فيليپ د نومبر په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين پرمختګ بېلا بېلو هېوادونو ته پرمختيايي فرصتونه او د هېواد د ادارې تجربې او لايحې برابروي. د چين موډل د نورو هېوادونو د زده کړې وړ دی. هغه به د چين کمونېست ګوند او د نړۍ د نورو ګوندونو ترمنځ په لوړ پوړي ډيالوګ کې برخه واخلي چې ژر به په بېجينګ کې تر سره شي. دغه ډيالوګ به د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس له پای ته رسېدو وروسته په چين کې لومړی څواړخيز ډيپلوماتيک فعاليت وي. هغه هيله څرګنده کړه چې په دغه غونډه کې د ياد کانګرس د روحيې او په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د ښاغلي شي جين پينګ د مفکورو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، د ۱۲۰ هېوادونو د څه باندې درې سوو ګوندونو او سازمانونو مشران به په دغه ډيالوګ کې برخه واخلي او څه د پاسه شپږ سوه چيني او بهرني استازي به د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ، د لا ښکلې نړۍ د جوړېدو او د ګوندونو د مسؤليتونو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای