CRI Online

د اسرائيلو ځواکونو پر غزې باندې هوايي او ځمکني بريدونه وکړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 13:09:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د ملي دفاع ځواکونو د نومبر په ۳۰مه نېټه وويل، اسرائيلو په همدې ورځ د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې بريد ته د ځواب ورکولو په هکله د ټانکونو او جنګي الوتکو په وسيله د غزې پر څلورو پوځي موخو باندې بريدونه وکړل.

د اسرائيلو د ملي دفاع ځواکونو وياند په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د يادو بمباريو موخې پوځي تاسيسات دي چې په شاوخوا سيمه کې عام وګړي نه شته. هغه زياته کړه چې موږ نه غواړو چې حالات ترينګلي شي او دښمنانه رويې زياتې شي.

وروسته تردې، د اسرائيلو پوځ د دې پخلی وکړ چې د جهاد ډلې په بريدونو کې د اسرائيلو ځينې تجهېزات او د دغه هېواد په جنوب کې ځينې اوسپنيزې لارې ويجاړې شوې دي، خو د اسرائيلو سرتيريو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای