CRI Online

د ايران په جنوب ختيځ کې د ريکتار د شپږو درجو په سختوالي زلزله وشوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 14:40:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د جيالوژيکي کشف ادارې د زلزلې اطلاعاتي شبکې خبر ورکړی چې د دسمبر د لومړۍ نېټې د سهار په شپږو بجو او دوه دېرشو دقيقو د ايران په جنوب ختيځ کې د کرمان ښار په شمال ختيځه سيمه کې چې له دغه ښار څخه اته پنځوس کيلومتره واټن لري، د ريکتار د شپږو درجو په سختوالي زلزله وشوه. د دغې زلزلې د سرچينې ژوروالی تر ځمکې لاندې لس کيلومتره و.

د سږ کال د نومبر په دوولسمه نېټه د عراق او ايران په سرحدي سيمه کې د ريکتار د اووه اعشاريه درېو درجو په سختوالي زلزله شوې وه چې له امله يې په ايران کې څه باندې ۴۷۰ کسان وژل شوي وو، څه د پاسه ۹۰۰۰ تنه نور ټپيان شوي وو او د اقتصاد مستقيم زيانونه ۴۵۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي وو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای