CRI Online

د اوپيک او غير اوپيک نفت توليدونکو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د اومو نفتو د توليدي اندازې د کمښت تړون اوږد کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 14:49:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اوپيک نوبتي رئيس او د سعودي عربستان د انرژۍ،صنايعو او معدني چارو وزير خالدالفلح د نومبر په دېرشمه نېټه اعلان وکړ چې د اومو نفتو د توليدي اندازې د کمښت په هکله د اوپيک او غير اوپيک نفت توليدونکو هېوادونو تړون به د ٢٠١٨ کال تر پايه پورې اوږد شي.

په همدې ورځ د اوپيک د وزيرانو غونډه او د اوپيک او د روسيې په شمول د لسو غير اوپيک نفت توليدونکو هېوادونو د وزيرانو په کچه غونډه په ويانا کې تر سره شوه .تر غونډو وروسته په يوه همکاريزه اعلاميه کې راغلي چې د اوپيک او غير اوپيک نفت توليدونکی هېوادونه به د ٢٠١٨ کال په جون کې له بازاري شرايطو او د اومو نفتو بازار د برابرۍ په برخه کې له پرمختيايي حالت سره سم خپل کارونه تنظيم کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای