CRI Online

د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د ګوندونو دوهم فورم په بېجينګ کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 15:27:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د ګوندونو دوهم فورم د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو مسئول سونګ تاو د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. سونګ تاو وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ باغ غوندی دی او سيمفوني هم ده چې بېلا بېلې خواوې په ګډه سره پکې ګډون کوي.ګوندونه د بېلا بېلو هېوادونو د تګلارو سرچينه ده او د ملکيانو او عامه افکارو د يوه لارښوونکي په توګه بايد سياسي لارښوونکی رول ولوبوي.

دغه فورم د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو د لوړ پوړي ديالوګ په چوکاټ کې تر سره شو چې عمده موضوع يې د سيمه ييزې همکارۍ د لارښوونې له لارې د يوه کمربند او يوې لارې ابادول دي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای