CRI Online

شي جين پينګ د نړيوالو مشرانو ټولنې له غړو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 16:04:28

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په دېرشمه نېټه په بېجينګ کې د نړيوالو مشرانو ټولنې له غړو سره وکتل چې دوی د ۲۰۱۷کال د څونګ دو په نړيوال فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي. شي جين پينګ په عمده توګه د چين د پرمختيايي لارې او د نړيوالې ادارې په چارو کې د چين د اصولو او نظريو په اړه معلومات مېلمانو ته ورکړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين له يو مليارډ درې سوه مليونو تنو نه زيات نفوس لري، د چين له خوا د هېواد د دايمي ثبات او پرمختګ ساتنه د بشريت د برخليک ټولنې د جوړولو لپاره اهميت لري. چين به د سوله ييز پرمختګ پر لارې او د ورخصلاون پر اصلي پاليسۍ ټينګار وکړي، د نړيوالې ادارې په چارو کې به لا فعال ګډون وکړي او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د سمسورتيا د هڅولو لپاره نور خدمتونه وکړي.

(( ډېر خوشحال يم چې له تاسو سره ګورم، پخواني ملګري، نوي ملګري، ټول چين ته پاملرنه کوي. له تاسو څخه مننه کوم چې په تېر وخت کې مو د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګولو لپاره هلې ځلې او خدمتونه کړي دي. ))

د نومبر د دېرشمې نېټې له غرمې وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خلکو په لوی تالار کې د نړيوالو مشرانو ټولنې له غړو سره وکتل چې پکې د لاتونيا پخوانۍ ولسمشره او د نړيوالو مشرانو د ټولنې مشره فرېبيرګا، د ايټاليا پخوانی صدراعظم او د اروپايي ټولنې د کميټې پخوانی مشر اوباسانجو او د م م پخوانی سرمنشي بان کيمون شامل دي.

شي جين پينګ ګډون کوونکو ته د چين د پرمختګ لار په تيره بيا د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس له خوا ټاکل شوي د چين د راتلونکي پرمختګ ستراتيژيکي تراتيبات وروپېژندل.

(( د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د چين د اقتصاد، سياست، کلتور، ټولنې او ايکولوژۍ د ابادۍ په برخو کې هراړخيز ترتيبات کړي دي. د خلکو په مرکز د پرمختګ افکار مو وړاندې کړی او د نوښت، همغږۍ، چاپيريال ساتنې، ورخلاصون او شريکو ګټو په شمول د پرمختګ پر نوې مفکورې مو ټينګار کړی دی. موږ به د اصلاحاتو د ژوروالي له لارې د ټولنې ابتکاري قوه او د پرمختګ ځواک وهڅوو. موږ به د لا لوړې کچې ورخلاصون پلی کړو. زموږ موخه ستره ده، خو ساده هم ده، يعنې د ټولو چينايانو د خوند او نيکمرغې ژوند دی. د دې موخې د رښتيني کولو په اړه پوره باور لرو. ))

شي جين پينګ وويل، چې د چين د پرمختګ لار د چين د خصوصيت لرونکي سوسياليزم لار ده چې دا د تاريخ او خلکو انتخاب دی. هغه وويل، چين تل په دې نظر دی چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک د خپل پرمختګ د لارو د انتخابولو حق لري.

د نړيوالې ادارې په چارو کې د چين د ګډون د اصولو او نظريو په هکله، شي جين پينګ وويل، چې چين به د نوي ډول نړيوالو اړيکو ټينګول او د بشريت د برخليک ټولنې ابادول وهڅوي. دا په نوې زمانه کې د چين ډيپلوماتيکه موخه ده او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو کوښښونو لوری هم دی.

(( د نوي ډول نړيوالو اړيکو ټينګول يعنی بايد پر متقابل درناوي، عدالت او ګډو ګټو ټينګار وشي، دغه طبيعي اصل دې لغوه شي چې کمزوری قوت له قوي قوت څخه په عذاب کيږي، د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ نوې لاره دې وموندل شي چې بې مقابلې خبرې اترې او غير منسلکه ملګرتيا وشي. د بشريت د برخليک ټولنې جوړول يعنی د دايمي سولې، عام امنيت، ګډې سمسورتيا، پرانيستې، پاکې او ښکلې نړۍ بادول دي. د چين خوب خپله لمنه کې د نيکمرغه ژوند په اړه د چينايانو ګډې هيلې رانغاړي، د بشريت د برخليک په ټولنه کې د سولې، پرمختګ او سمسورتيا په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډې هيلې شتون لري. ))

د څونګ دو نړيوال فورم په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی، هر کال دغه فورم د زياتو هېوادونو پخوانيو سياسي مشرانو، مشهورو کارپوهانو او سوداګريزو مشرانو ته بلنې ورکوي چې د سياست، اقتصاد او کلتور په برخو کې د پام وړ مسئلو په اړه بحثونه وکړي، تر څو د بېلا بېلو خواوو ترمنځ تفاهم او ګډې نظريې زياتې شي او همکاري پياوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای