د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند او په نړۍ کې د بېلا بېلو ګوندونو د لوړپوړي ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.رئيس شي وويل چې د ګوندونو پرمختګ بايد له عصري او بشري پرمختګ سره سمون وخوري،بايد د خلکو ګډې هيلې پوره کړي او بايد خپلې دندې پلې کړي.د چين کمونېست ګوند به په پر له پسې توګه د نړيوال ثبات،ګډ پرمختګ او د کولتوري تبادلې لپاره خدمتونه وکړي.
رئيس شي وويل چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس کې له اوسمهال څخه د روانې پيړۍ تر منځنۍ مودې پورې د چين د پرمختګ پلان جوړ شوی او له دې څخه څرګندېږي چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره کوښښ وکړي. د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ بايد متقابل باور،تماسونو او همکارۍ پياوړې شي.بايد د نوي ډول د نړيوالو اړيکو پر بنسټ له توپيرونو سره سره يو د بل په درناوي سره د ګوندونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ نوي موډل ومومي او بايد د بېلا بېلو ډولونو او کچو نړيوالو ګوندونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ شبکې جوړې کړي څو د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو لپاره غښتلی ځواک راغونډ شي .
په نړۍ کې د ۳۰۰ ګوندونو او سياسي سازمانونو مشرانو په ياد ډيالوګ کې ګډون درلود.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |