CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ د افغانستان له اجرايه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-02 10:22:34

د چين صدراعظم لي که چيانګ د افغانستان له اجرايه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د دسمبر د لومړۍ نېټې په ماسپښين د چين صدراعظم لي که چيانګ د روسيې په سوچي کې د افغانستان له اجرايه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

ښاغلي لي که چيانګ وويل، چې چين او افغانستان يو د بل سره ښه ګاونډي هېوادونه دي او دوه اړخيزې اړيکې په سالمه توګه پرمختګ مومي. چين د ملي يووالي او د هېواد د سولې او امنيت د ساتلو په برخو کې د افغان حکومت له کوښښونو او د افغانانو تر لارښوونې او ادارې لاندې د سياسي پخلاينې له جريان څخه ملاتړ کوي. چين غواړي له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب د ژورتيا او د متقابل سياسي باور د ټينګښت پر بنسټ د افغانستان د بيارغونې په سوله ييز بهير کې مثبت او رغنده رول ولوبوي، تر څو په افغانستان کې سياسي ثبات وساتل شي او اقتصادي پرمختګ وموندل شي.

نوموړي زياته کړه چې د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول زياتو ساحو کې د چين او افغانستان ترمنځ مؤثرې همکارۍ په امنيتي چاپيريال پورې نژدې اړه لري. چين غواړي له افغانستان او پاکستان سره يو ځای د ډيالوګ او همکارۍ له لارې د دې سيمې د سولې او امنيت د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله وويل، چې چين د افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو ټينګښت د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون خوري. افغانستان د افغان پخلاينې په بهير کې د چين د کوښښونو لوړه ستاينه کوي او د اقتصاد د بيارغونې، د توليدي توان د لوړتيا، د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د چين له مرستو څخه مننه کوي. افغانستان غواړي له چين سره لوړې کچې ته د خپلمنځيو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډ زيارونه وباسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای