CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ د شانګهای همکاري سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۱۶مه غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-02 11:18:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د دسمبر د لومړۍ نېټې په ماسپښين د چين صدراعظم لي که چيانګ د روسيې په سوچي کې د شانګهای همکاري سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۱۶مه غونډه کې ګډون وکړ. د روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان صدراعظمانو او د هند د حکومت استازو هم پکې ګډون درلود.

ښاغلي لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل، د سږ کال په جون مياشت کې د استانا په سرمشريزه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بېلا بېلو خواوو سره د يووالي او متقابل باور د ژورتيا، د امنيت په ساحه کې د همکاريو، د پرمختيايي ستراتيژيو د نښلولو، د بشري کولتوري تګ راتګ په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې. د يادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته چين د دغه سازمان د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخيسته او د مختلفو خواوو تر ملاتړ لاندې يې هراړخيزې همکارۍ پياوړې کړې.

ښاغلي لي که چيانګ شپږ فقيره ييز وړانديز وړاندې کړ. لومړی، د دې سيمې سوله او امنيت دې وساتل شي. دوهم، د مختلفو هېوادونو پرمختيايي ستراتيژۍ دې ژر ژر وتړل شي. درېيم، د سوداګرۍ د ازادي کېدو او ساده کېدو سويه دې لوړه شي. څلورم، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ اسان جوړښت دې جوړ شي. پنځم، د توليدي توان او نوښت په برخو کې همکارۍ دې ژورې شي. شپږم، د بشري کولتوري تبادلې دې پياوړې شي.

صدراعظم لي که چيانګ له نورو برخوالو مشرانو سره يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د دغه سازمان په چوکاټ کې يې د اقتصاد او سوداګرۍ، ماليې او امنيت په برخو کې څو همکاريز تړونونه او پريکړه ليکونه لاسليک کړل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای