د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر د لومړۍ نېټې په ماسپښين، د چين د کمونېست ګوند او په نړۍ کې د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ لوړ پوړی ډيالوګ پرانيستل شو. د ۱۲۰ هېوادونو د څه نا څه درې سوو ګوندونو او سياسي سازمانونو مشران پکې ګډون لري او د ګوند او هېواد د ادارې او د پرمختګ او همکارۍ د پياوړتيا په تجربو بحث کوي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه چې عنوان يې و: موږ به د لا ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره همغږې هڅې وکړو. هغه له مختلفو ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چې د زمانې د پرمختګ له مخې د بشريت د پرمختګ او د خلکو د ګډو هيلو سره سم د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
ګوند د هېواد د پاليسۍ د طرحه کوونکي په توګه د بېلا بېلو هېوادونو په کورنيو پرمختګونو او بهرنيو تبادلو باندې زياتې اغيزې لري. ښاغلي شي جين پينګ په خپله وينا کې له بېلا بېلو ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد او ټولې نړۍ د عمومي او دايمي حالاتو له لحاظه په دې زمانه کې خپله دنده پر غاړه واخلي.
په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د چين کمونېست ګوند د نړۍ د نورو ګوندونو پنځلس زرو غړو ته هغه فرصت ورکړي چې چين ته سفر وکړي. د چين د کمونېست ګوند او په نړۍ کې د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ د ډيالوګ نظام به جوړ شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |