CRI Online

په ژنيو کې د سوريې مسئلې په اړه د اتم پړاو سوله ييزې خبرې اترې په لنډمهالي توګه وځنډېدې

cri     (GMT+08:00) 2017-12-02 14:58:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په ۲مه نېټه په ژنيو کې د سوريې مسئلې په اړه د اتم پړاو سوله ييزې خبرې اترې په لنډمهالي توګه وځنډېدې، د سوريې د حکومت او مخالفينو ډلې به د تفريح په وخت کې د خبرو اترو د حالت په اړه داخلي سلامشورې وکړي. دسوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي سټافن دميستورا وويل، چې خبرې اترې به د دسمبر په ۵مه نېټه په ژنيو کې بيا پيل شي.

د نوموړي د فکر له مخې، سوله ييزې خبرې اترې به د دسمبر په ۵مه نېټه يعنې راتلونکې سه شنبه بيا اعاده شي او د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام ولري.

د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شيه شياو يان په دې خبرو اترو کې ګډون کړی و. هغه وويل، چين له دې څخه ملاتړ کوي چې م م د سوريې په مسئله کې عمده رول لوبوي. له م م سره د نورو ډګرونو او وسيلو همکاري او ملاتړ د سوريې د سياسي بهير د هڅولو لپاره ګټور دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای