CRI Online

ښاغلي شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ په لوړ پوړي ډيالوګ کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-02 16:18:47


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ د لوړ پوړي ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د لا ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره د ګډو کوښښونو تر عنوان لاندې يې يوه مهمه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې ګوند بايد د زمانې د پرمختګ له مخې د بشريت د پرمختګ او د خلکو د ګډو هيلو سره سم خپله دنده پر غاړه واخلي. د چين کمونېست ګوند به په مداومه توګه د نړيوالې سولې، ګډ پرمختګ او مدني تبادلې د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

د سږ کال د ژر پای ته رسېدو په درشل کې هر څوک ډېر بوخت دی، تاسې په دې قيمتي وخت کې په بېجينګ کې پر همکاريو بحث کوئ او له دې څخه څرګندېږي چې تاسې د بشريت پرمختګ او د نړۍ راتلونکي ته پاملرنه کوئ.

ښاغلي شي جين پينګ وويل، چې نن ورځ د بشريت د ژوندونو ترمنځ اړيکې ډېرې نژدې دي او د بشريت په مخ کې نړيوالې مسئلې هم ډېرې زياتې دي چې دا حالت په تاريخ کې ساری نه لري. د مختلفو هېوادونو خلک بايد د يوې کورنۍ د مفکرې په نيولو سره يو د بل سره تفاهم وکړي او د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو لپاره همغږې هڅې وکړي. ده وويل،

په ۲۰۱۳م کال کې مې د لومړي ځل لپاره د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ وړانديز وړاندې کړ. ډېر خوشحال يم چې د چين او مختلفو هېوادونو ترمنځ دوستي ژورې او همکارۍ پياوړې شوې دي. ډېر زيات خلک د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ له مفکرې څخه ملاتړ کوي او پلې کوي يې. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز مې وړاندې کړ او زما موخه دا ده چې د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ مفکوره عملي شي. د څلورو کلونو راهيسې، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اړوندو هېوادونو د ګډ پرمختګ صحنه ګرځېدلې ده. پريمانه ويالې سمندر جوړولی شي او د بې شمېره ستورو رڼا توره شپه روښانوي. باور لرم چې د بېلا بېلو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې به د بشري برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو موخه تر سره شي.

نوموړي وويل، چې اوسمهال د نړۍ جوړښت او د پرمختګ جوړښت د بدلون په حال کې دی. د مختلفو هېوادونو ګوندونه دې د متقابل باور، تګ راتګ او همکاريو په ټينګښت سره يو د بل درناوی وکړي، د نويو نړيوالو اړيکو پر بنسټ دې د ګوندونو ترمنځ د نوي ډول اړيکې ټينګې کړي او د همکاريو او تګ راتګ د بېلا بېلو کچو او ډولونو شبکې دې جوړې شي، تر څو د بشري برخليک د ګډې ټولنې ابادولو ته قوي قوت ورکړي.

په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د چين کمونېست ګوند د نړۍ د مختلفو ګوندونو پنځلسو زرو غړو ته هغه فرصت ورکړي چې چين ته سفر وکړي. ښاغلي شي جين پينګ وويل چې د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ د ډيالوګ نظام دې جوړ شي، تر څو يوه خلاصه او اغېزمنه نړيواله سياسي صحنه جوړه شي.

د پرانيستونکو مراسمو له پای ته رسېدو نه وروسته د دغه ډيالوګ لومړۍ عمومي غونډه جوړه شوه. د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو او استازو د بشري برخليک د ګډې ټولنې او د لا ښکلې نړۍ د ابادولو په اړه د ښاغلي شي جين پينګ د مفکورو لوړه ستاينه وکړه. دوی هيله څرګنده کړه چې د چين له کمونېست ګوند سره د دايمي سولې، عام امنيت، ګډې سمسورتيا، خلاصې او پاکې نړۍ د ابادولو لپاره ګډ زيارونه وباسي.

د معلوماتو له مخې، د څه باندې يو سل او شلو هېوادونو د څه نا څه درې سوو ګوندونو او سياسي سازمانونو د مشرانو په شمول څه د پاسه شپږ سوه چيني او بهرني استازي په دغه ډيالوګ کې ګډون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای