CRI Online

ښاغلي وانګ هو نينګ د ځينو بهرنيو ګوندونو له مشرانو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-03 10:31:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د مرکزي کميټې د سکرتريت منشي وانګ هو نينګ د دسمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د ځينو بهرنيو ګوندونو له مشرانو سره وکتل چې اوس د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ په لوړ پوړي ډيالوګ کې ګډون لري.

ښاغلي وانګ هو نينګ وويل، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې د نړۍ له بېلا بېلو ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چې د بشري برخليک د ګډې ټولنې او د ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره لارښوونکی رول ولوبوي. د ګوند ابادي د دغې دندې د عملي کولو لپاره کليدي اهميت لري. د چين کمونېست ګوند د ښاغلي شي جين پينګ په مرکزيت د مرکزي کميټې تر لارښوونې لاندې تر ټولو لومړی خپل ګوند ابادوي، په هره ساحه کې په جدي توګه خپل ګوند اداره کوي، د مرکزي کميټې صلاحيت او لارښوونه پياوړې کوي او په هره ساحه کې د ادارې توان لوړوي چې د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. موږ غواړو له مختلفو ګوندونو سره د تجربو د تبادلې لپاره هڅې وکړو.

بهرنيو مشرانو د ښاغلي شي جين پينګ د وينا لوړه ارزونه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه ډيالوګ د نړۍ د ګوندونو په تاريخ کې يو نوښت دی او دوی غواړي د چين له کمونېست ګوند سره يو ځای د دې ډيالوګ د نظام د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای