CRI Online

د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ د لوړ پوړي ډيالوګ په چوکاټ کې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې په اړه ځانګړې مباحثوي غونډه جوړه شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-03 10:49:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر د دوهمې نېټې په سهار د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ د لوړ پوړي ډيالوګ په چوکاټ کې په نوې زمانه کې د چين د کمونېست ګوند او نړۍ تر عنوان لاندې د چين د کمونېست ګوندد نولسم ملي کانګرس د روحيې په اړه ځانګړې مباحثوي غونډه جوړه شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر سونګ تاو په دغه غونډه کې يوه وينا وکړه چې عنوان يې و: پر خپلو څلورو باورونو ټينګار کوو او د چين خدمت کوو.

نوموړي وويل، چې چين د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې تاريخي او ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. اساسي لامل دا دی چې زموږ ګوند د چين د حالاتو له مخې يوه مناسبه پرمختيايي لار پيدا کړې ده. له دې څخه پر خپلې لارې، مفکورې، نظام او کولتور باندې زموږ د ګوند باور او اعتماد څرګندېږي. د چينايانو ګټې او د بشريت پرمختګ د چين د کمونېست ګوند موخې دي. موږ غواړو له بېلا بېلو ګوندونو سره صادقانه تبادلې او همکارۍ وکړو او د بشري برخليک د ګډې ټولنې او د ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره همغږې هڅې وکړو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای