CRI Online

ښاغلي جانګ ده جيانګ د ځينو بهرنيو ګوندونو له مشرانو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-03 11:03:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د دسمبر په ۲مه نېټه د خلک په لوی تالار کې د ځينو بهرنيو ګوندونو له مشرانو سره وکتل چې د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ په لوړ پوړي ډيالوګ کې ګډون لري.

ښاغلي جانګ ده جيانګ وويل، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو په اړه د چين د کمونېست ګوند نظرونه او مفکورې څرګندې کړې. له دې څخه څرګندېږي چې د چين کمونېست ګوند به د بشريت د پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. دا د مختلفو هېوادونو د ګډ پرمختګ او ترقۍ لپاره ګټوره ده. د چين ملي ولسي کانګرس غواړي د مختلفو هېوادونو له پارلمانونو او نړيوالو پارلماني سازمانونو سره لا نژدې همکارۍ او تبادلې وکړي، تر څو د بشري برخليک د ګډې ټولنې او د بشريت د لا ښه راتلونکي د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

بهرنيو مشرانو وويل، چې د ښاغلي شي جين پينګ له وينا څخه د اوسنۍ نړۍ او بشريت پرمختيايي لوری څرګندېږي. دا د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له هيلو سره سمون خوري او د ګوندونو او سياسي سازمانونو تاريخي دندې او د کوښښونو لوری هم ښيي. موږ غواړو د چين له ملي ولسي کانګرس سره تبادلې وکړو، ګډې نظريې راغونډې کړو او ګډې هڅې وکړو، تر څو د مختلفو هېوادونو د خلکو د ګټو د ساتلو او د ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای