د دسمبر د ۳مې نېټې په سهار د انټرنيټي شبکې په اړه څلورمه نړيواله غونډه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه داري کې پرانيستل شوه او د ټولې نړۍ څه باندې يو زر او پنځه سوه استازي په دغه غونډه کې ګډون لري. د دغې غونډې سرليک د ډيجټال اقتصاد د پرمختګ او د ورخلاصون او شريکولو پر بنسټ په انټرنيټي شبکه کې د برخليک د ګډې ټولنې ابادول دي. په دغه غونډه کې به د لومړي ځل لپاره هغه دوه ابي رنګ کتابونه خپاره شي چې نومونه يې دي: د ۲۰۱۷م کال لپاره د نړيوالې انټرنيټې شبکې د پرمختګ راپور او د ۲۰۱۷م کال لپاره د چين د انټرنيټي شبکې د پرمختګ راپور. له دغو دوو کتابونو څخه به د مختلفو هېوادونو د پرمختګ قوتونه او ځانګړتياوې او په چين کې د انټرنيټي شبکې د پرمختګ اوسني حالات او راتلونکی څرګند شي. دغه راز، څه باندې څلور سوه مشهورې نړيوالې انټرنيټي تصدۍ او نوې تصدۍ به د انټرنيټي رڼا تر عنوان لاندې په نندارتون کې د انټرنيټي شبکې په اړه تازه او عصري تخنيکونه څرګند کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |