CRI Online

د انټرنيټي شبکې څلورمه نړيواله غونډه پرانيستل شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-03 12:33:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د انټرنيټي شبکې څلورمه نړيواله غونډه د دسمبر د ۳مې نېټې په سهار د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه داري کې پرانيستله شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه. د نړيوالو سازمانونو د مسؤلينو، مشهورو انټرنيټي لارښوونکو، شخصيتونو او کارپوهانو په شمول څه باندې يو زر او پنځه سوه چيني او بهرني استازي په دغه غونډه کې ګډون لري. د دغې غونډې سرليک د ډيجټال اقتصاد د پرمختګ او د ورخلاصون او شريکولو پر بنسټ په انټرنيټي شبکه کې د برخليک د ګډې ټولنې ابادول دي.

د چين د دولت انټرنيټي اطلاعاتي دفتر خبر ورکړ چې دغه غونډه به په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د ښاغلي شي جين پينګ د افکارو او د انټرنيټ د ادارې په اړه د ښاغلي شي جين پينګ د نظريو سره سم ډيجټال اقتصاد ته پاملرنه وکړي، د ورخلاصون او شريکولو پر اصولو به ټينګار وکړي، د چين او نړۍ ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې صحنه به جوړه کړي، د پرمختيايي هېوادونو او پرمختلليو هېوادونو ترمنځ ډيجټال توپيرونه به لرې کړي او د انټرنيټ د ادارې او په انټرنيټي شبکه کې د برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو لپاره به د چين لايحه او قوت وړاندې کړي.

د معلوماتو له مخې، دغه غونډه به د دسمبر له درېيمې نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې دوام ولري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای