CRI Online

د انټرنيټي شبکې څلورمه نړيواله غونډه پرانيستل شوه او د ډيجټال اقتصاد او په انټرنيټ کې د برخليک د ګډې ټولنې ابادول يې د پام وړ ټکي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-03 18:12:54


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په درېيمه نېټه د انټرنيټي شبکې څلورمه نړيواله غونډه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه دارۍ کې پرانيستل شوه او څه باندې څلور سوه مشهورې نړيوالې انټرنيټي تصدۍ او نوې تصدۍ به په ياده غونډه کې د انټرنيټي شبکې په اړه تازه او عصري تخنيکونه څرګند کړي. په دغه درې ورځنۍ غونډه کې به چيني او بهرني استازي په ډيجټال اقتصاد او په انټرنيټ کې د برخليک د ګډې ټولنې په ابادولو بحث وکړي.

دغه غونډه د انټرنيټ په اړه کلنۍ نړيواله غونډه ده او تر اوسه پورې په بريالۍ او سلسله توګه درې ځله تر سره شوې ده. د سږنۍ غونډې سرليک د ډيجټال اقتصاد د پرمختګ او د ورخلاصون او شريکولو پر بنسټ په انټرنيټي شبکه کې د برخليک د ګډې ټولنې ابادول دي.

د چين د لانګ چاو ډله ييز شرکت د کلوډ کمپيوټين او سترو شمېرو د خدمت په برخو کې مخکښ تخنيک لري، د دغه شرکت مشر سون پي شو وويل، چې د ډيجټال اقتصاد او رښتيني اقتصاد ترمنځ همغږي د نړيوالې ټولنې په مخ کې يوه ګډه مسئله ده. پخوا د کلوډ کمپيوټين او سترو شمېرو په شمول عصري تخنيک په دوديزو توليدي چارو پورې نژدې اړه نه درلوده، خو اوس دغه حالت بدل شوی دی. ده وويل،

اوسمهال موږ بايد د کلوډ کمپيوټين، سترو شمېرو او مصنوعي عقل په شمول د تخنيکونو په وسيله دوديزې چارې ترميمې کړو او له دې لارې رښتينی اقتصاد پياوړې کړو. په دې مناسبت به ملي اقتصاد او رښتينی اقتصاد چټک پرمختګ ومومي. په بله ژبه، تازه او عصري تخنيک او نوې چارې بايد له رښتينی اقتصاد سره همغږي وکړي.

په تېرو څو کلونو کې ډيجټال اقتصاد د چيني اقتصاد د پرمختګ نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی چې دا نړۍ ته د ډيجټال اقتصاد د پرمختګ لپاره تجربې برابروي. د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶م کال کې په چين کې د ډيجټال اقتصاد اندازه دوه ويشت زره څلور سوه ملياردو يوانو ته رسېدلې وه او د زياتوالي انډول يې شپاړس اعشاريه شپږ سلنې ته رسېدلی و چې دغه انډول د چين د کورنيو توليداتو د عمومي اندازې د زياتوالي انډول په پرتله چټک و. د ډيجټال اقتصاد اندازه د چين د کورنيو توليداتو په عمومي اندازه کې دېرش اعشاريه يو فيصده نيولی دی. اوسمهال د چين د ډيجټال اقتصاد اندازه په نړۍ کې دوهم مقام او د زياتوالي سرعت يې لومړی مقام نيسي.

په انټرنيټ کې د برخليک د ګډې ټولنې جوړول په دغه غونډه کې د پام وړ يو ټکی دی. دغه مفکوره لومړی د چين لخوا وړاندې شوې وه او تر اوسه د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې ده. په انټرنيټ کې د قلمرو نومونو په ساحه کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د لوړ پوړي سازمان مسؤل ليونيډ ټوډوروف وويل 

دوه کلونه مخکې، ښاغلي شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره دا وړانديز وړاندې کړ چې په انټرنيټ کې د برخليک ګډه ټولنه دې جوړه شي. زما په اند، دغه وړانديز ډېر ګټور دی او ورڅخه ملاتړ کوم. موږ د يوې غير عادي ګډې ټولنې په جوړولو بوخت يو، تر څو په ټوله نړۍ کې انټرنيټ په همغږۍ توګه پرمختګ ومومي. په دې بهير کې به دې د مختلفو خواوو وړانديزونه واورو.

د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې به د لومړي ځل لپاره هغه دوه ابي رنګ کتابونه خپاره شي چې نومونه يې دي: د ۲۰۱۷م کال لپاره د نړيوالې انټرنيټې شبکې د پرمختګ راپور او د ۲۰۱۷م کال لپاره د چين د انټرنيټي شبکې د پرمختګ راپور. له دغو دوو کتابونو څخه به د مختلفو هېوادونو د پرمختګ قوتونه او ځانګړتياوې او په چين کې د انټرنيټي شبکې د پرمختګ اوسنی حالات او راتلونکی څرګند شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای