20171203zdss
|
ياد ډيالوګ د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس تر پای ته رسېدو وروسته په چين کې لومړی څواړخيز ډيپلوماتيک فعاليت و. د يو سل او شلو هېوادونو د څه نا څه درې سوو ګوندونو او سياسي سازمانونو مشرانو پکې ګډون درلود. دا د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ لومړی لوړ پوړی ډيالوګ هم و. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په لومړۍ نېټه د دغه ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړه. په تېرو څو ورځو کې د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو په دې وينا تاوده بحثونه وکړل او د دې وينا لوړه ستاينه يې وکړه. د ايټاليې پخواني صدراعظم رومانو پروډي وويل،
زه د نړيوالو مدنيتونو او د پرمختيايي موډلونو د متنوع کېدو په ساحه کې د چين له رويې څخه ملاتړ کوم. دا د مختلفو خواوو ترمنځ د ګډو نظريو د تر لاسه کولو لپاره مؤثرې لارې چارې دي. د هېواد د ادارې په اړه د ښاغلي شي جين پينګ د خبرو په نوم کتاب کې هغه رويه خپره شوې چې د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو په چوکاټ کې دې رنګارنګ مدنيتونه پاتې شي. دا ډېر اهميت لري او د شخړو د ليرې کولو يوازينې لار هم ده. د نړۍ د ادارې او د چين د نظر په برخو کې چين د نورو هېوادونو پوره درناوی کوي او په زور سره خپل نظرونه نه خپروي.
په ۲۰۱۳م کال کې ښاغلي شي جين پينګ د بشري برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو وړانديز وړاندې کړ. د څلورو کلونو راپدېخوا ډېرې زياتې خواوې له دغه وړانديز څخه ملاتړ کوي او پلی کوي يې. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز هم د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو په هکله وړاندې شو. اوسمهال يو کمربند او يوه لاره د مختلفو هېوادونو ترمنځ د ګډ پرمختګ يوه صحنه ګرځېدلې ده. نو په ياد ډيالوګ کې د زياتو ګوندونو مشرانو د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ياد کړ. د ازبکستان د ولسواک ګوند مشر کيټمونوف خاټاميون وويل،
دا ډيالوګ د ازبکستان د ځينو نويو ګوندونو لپاره يو ښه فرصت دی چې له نورو ګوندونو سره يو ځای تجربې زده کولی شي. دا ډيالوګ زموږ د راتلونکو کارونو لپاره ګټور دی. د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د ګوندونو ترمنځ تګ راتګ به د ګډو ګټو د لټولو لپاره د مختلفو ګوندونو ګډ کوښښونه او نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي. ازبکستان به په مثبته توګه په دغه چوکاټ کې برخه واخلي.
دغه راز، د ګوند د سياسي او واکمن توان لوړتيا هم د دې ډيالوګ عمده ټکی و. په زياتو مباحثوي غونډو کې په دې برخو کې د چين د کمونېست ګوند تجربې د نورو ګوندونو پاملرنې راجلب کړې دي. په تېره بيا د ګوند د دود او دسپلين د ادارې او د فساد پر ضد د مبارزې په برخو کې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |