CRI Online

د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ لوړ پوړی ډيالوګ پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-03 19:13:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د بېلا بېلو ګوندونو ترمنځ لوړ پوړی ډيالوګ د دسمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دولتي شورا غړي يانګ جي چه د پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړه.

ښاغلي يانګ جي چه وويل چې د بشري برخليک د ګډې ټولنې او د ښکلې نړۍ ګډه ابادوي سترې چارې دي. ګوندونه او سياستوال دې تاريخې دندې پر غاړه واخلي او د نړيوالې سولې ساتونکي، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکي او د نړيوال نظام ساتونکي دې وګرځي. بېلا بېل ګوندونه بايد د افکارو د لارښوونې، د نوښت د پياوړتيا او د تګ راتګ د صحنې د ابادولو په رڼا کې د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي. د چين کمونېست ګوند غواړي له بېلا بېلو ګوندونو سره يو ځای د خپلمنځيو دوستيو او همکاريو د ټينګېدو او د بشري برخليک د ګډې ټولنې او د ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره خدمتونه وکړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې مسؤل سونګ تاو د دغه ډيالوګ د پای ته رسېدو مراسمو مشري وکړه. په دغو مراسمو کې د بېجينګ وړانديز خپور شو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای