د روانې میاشتې په ۳ مه نېټه د انترنټ په ۴ مه نړیواله غونډه کې چین، لاوس ، سعودي عربستان، صربیا، تایلنډ، ترکیې او عربي متحده امارات سره یو ځای د یو کمربند او یوې لارې د دیجیتلي اقتصاد د نړیوالې همکارۍ پیشنهاد وړاندی کړ چې د یو کمربند او یوې لارې د دیجیتلي همکارۍ نوې صفحه یې پرانیستلې ده. په یاد بلنلیک کې ویل شوي چې دیجیتلي اقتصاد د نړیوال اقتصاد د پرمختګ مهم خوځنده قوت دی چې د اقتصاد د هڅولو، د تولیدي توازن د زیاتولو، د نويو بازارونو د روزلو او اقتصاد د پرله پسي او جامع زیاتوالي په برخه کې مهم رول لوبوي.
د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمیټې مرستیال لین نیان شیو وویل چې موږ د انترنټ د ۴ مې نړیوالې غونډې له لارې یاد پیشنهاد وړاندی کړی دی. د دغه پیشنهاد سره سم به د عصري تاکنالوژي همکاري پیاوړې کړو، د نوښت چاپیریال به ښه کړو او د نوښت سرچینې به راټولې کړو ترڅو چې د انترنټ په زمانه کې د نړۍ خلکو ته لازیاتې ګټې ورسوو.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |