CRI Online

وانګ هو نينګ د انترنيټ نړيوالې غونډې په ترڅ کې له يو شمېر بهرنيو مېلمنو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-04 09:30:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د ياد کمېسيون د سکريتريت منشي ښاغلي وانګ هو نينګ د دسمبر په ۳مه نيټه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن کې د تايلنډ له مرستيال صدر اعظم پراجين جونتونګ، د مغولستان د مرستيال صدر اعظم څاګنادري انختويشين، د فرانسې د پخواني صدر اعظم دومينيک ده ويليپين، د اېپل شرکت (Apple Inc)د لومړي اجرائيوي مشر تيم کوک او د سيسکو شرکت(Cisco Systems) له لومړي اجرائيوي مشر چوک روبينس په شمول له يو شمېر بهرنيو مېلمنو سره وکتل چې د انترنيټ په ۴مه نړيواله غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي وو.

له ښاغلي تيم کوک سره د کتنې پر وخت ښاغلي وانګ هو نينګ د چين او امريکا د ډيجيتالي اقتصاد په پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوندو همکاريو کې د اېپل شرکت رول وستايه او و يې ويل چې چين او امريکا په انترنيټي ساحه کې زياتې ګډې ګټې لري. دواړه خواوې بايد د همکارۍ اوسنی ښه تمايل وساتي او په انترنيټي فضا کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې کوښښونه وکړي.

تيم کوک څرګنده کړه چې انترنيټي امنيت خورا اهميت لري. اېپل شرکت د چين د ورخلاصون تګلارو ستاينه کوي او هيله لري چې د ځايي قوانينو سره سم په چين کې خپلې چارې تر سره کړي او د دواړو هېوادونو د اړوندو تصديو ترمنځ همکارۍ پرمخ بوزي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای