د انترنيټ ۴مې نړيوالې غونډې د دسمبر د ۳مې نيټې په ماسپښين کې په رسمي توګه د سږ کال لپاره د نړۍ تر ټولو پرمختللي علمي او تخنيکي پايلې خپرې کړې. د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ اکاډميسين او د چين د انترنيټي چارو ټولنې مشر ښاغلي وو هه چوان داسې معلومات ورکړل چې د تېر کال له اکتوبر راهيسې يې د چين او امريکا په شمول له زياتو هېوادونو نه نژدې زر اړوندې نوښتي پايلې راغونډې کړې او د رايګيرۍ له لارې يې د ۲۰۱۷ کال لپاره تر ټولو ۱۸ ستر او پرمختللي علمي او تخنيکي پايلې ټاکلې دي، د بېلګې په توګه د Huawei شرکت د 3GPP 5G سيستم، ARMامنيتي جوړښت،د Software شرکت د مصنوعي هوښياري تخنيک، د بې دو سپوږمکۍ لارښوونکی سيستم او داسې نور.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |