د سين هوا اژانس د خبر له مخې، کابو سل تنو ديپلوماتانو او کارپوهانو د دسمبر په ۳مه نيټه د بېجينګ د ژبو په پوهنتون کې يو فورم جوړ کړ چې پکې يې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د نوې زمانې لپاره د چين پر ځانګړتيا لرونکو ديپلوماتيکو تيوريو او عملونو بحث وکړ.
برخه والو دغه نظر څرګند کړ چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د سوله ييزې همکارۍ، ورخلاصون، يو له بل څخه د زده کړې او ګډو ګټو په شمول د يو لړ روحيو په رڼا کې مختلفې خواوې راغونډې کړې او د چين ديپلوماتيکي پرمختګ لپاره يې نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکې ديپلوماسۍ يو ټينګ بنسټ ګرځېدلی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |