د اېپل شرکت (Apple Inc) لومړي اجرائيوي مشر ښاغلي تيم کوک د دسمبر په ۳مه نيټه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جه کې د انترنيټ د ۴مې نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه چې چين ته د اېپل شرکت له ننوتلو راهيسې د دغه هېواد لپاره ۵ مليونه کاري فرصتونه برابر کړي او کابو ۱۸ لکو چيني انکشاف ورکوونکو د دغه شرکت د App ستور له لارې ۱۱۲ مليارډ يوانه ګټلي دي. دغه شمېر په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |