په کوتادنپسار کې د چین عمومي کنسول هو ین چوان د روانې میاشتې په ۳ مه نېټه خبریالانو ته وویل چې د اړوندو خواوو د ګډو مرستو په رڼا کې د اندونیزیا له بالي ټاپو نه اکثر چیني مسافرین چین ته بیرته ستانه شوي دي. په کوتادنپسار کې د چین کنسولګرۍ خبر ورکړ چې د روانې میاشتې د ۲ مې نېټې د مازدیګر تر ۶ بجو پوري ۱۳۵۱۴ تنه چیني مسافرین د چیني او خارجي الوتکو په وسیله چین ته بیرته ستانه شوي دي.
د خبر له مخې په بالي ټاپو کې د ګونوګ اګونګ غره د اور غورځولو له امله هوایي ډګر د نومبر د ۲۷ نېټې له ۷ بجو نه د ۲۹ نېټې د غرمې تر ۲ بجو ۲۸ دقیقو پوري بند شوی و چې څه دپاسه ۱۰ زرو تنو چیني مسافرینو پر بیرته راتګ یې له ستونزو سره مخ کړې وه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |