د اقتصادي اطلاعاتو ورځپاڼې د خبر له مخې د چیني نفت د شینجیانګ نفتي شرکت په دې ورځو کې اعلان کړی چې د ۱۰ کلونو په کوششونو سره د جونګغار کاسې په ماهو سیمه کې یوه لویه نفت لرونکې سیمه پیدا شوې ده.
د چیني نفتو ګروپي شرکت کارپوه تانګ یونګ وویل چې په دې سیمه کې د ۳ مې کچې د نفتو جغرافیایي زیرمه ۱ ملیارد ۲۴۰ ملیونو ټنو ته رسیږي چې له دې جملې څخه ۵۲۰ ټنه نفت تائید شوي دي او په نړۍ کې د نفتو لویه زیرمه بلل کیږي.
د شینجیانګ د نفتو شرکت خبر ورکړ چې د نفتو د پیدا کولو په عین وخت کې د تولیدي توان یې هم پیاوړی کوي. له ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پوري په ماهو سیمه کې ۱ ملیون ۳۸۰ زره ټنه نوي تولیدي توان زیات شوی او له ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پوري به ۶ ملیونه ټنه تولیدي توان هم زیات شي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |