د روانې میاشتې په ۳ مه نېټه د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د انترنټ نړیوالې غونډې ته د مبارکۍ پیغام ولېږه چې د برخه والو چیني او خارجي مېلمنو د لوړې ستاینې سبب شوی دی.
د دغې غونډې عمده موضوع د دیجیتلي اقتصاد پرمختګ او د ورخلاصون او شریکې پیاوړتیا---سره یو ځای په انترنټ کې د برخلیک ټولنه جوړول دي. د نړۍ د ۵ سترو ځمکو مېلمنو د انترنټ په اړه خپلو تجربو او افکارو سره په دې غونډه کې ګډون کړی دی.
انترنټ د چټک پرمختګ په عین وخت کې د مختلفو هیوادونو حاکمیت امنیت او ګټو ته نوی ننګونې هم رسولي دي نو شي جین پینګ په خپل پیغام کې ویلي چې د انترنټ د نړیوالې ادارې سیستم اصلاحات یوې مهمې زمانې ته هم ننوتلی دی.
برخه والو وویل ویل کیږي چې رئیس شي جین پینګ د انترنټ د پرمختګ تمایل په اړه ژوره کتنه، د انترنټ د پرمختګ د ادارې قانون په اړه سمه پېژندنه او د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره یو ځای د انترنټ او دیجیتلي اقتصاد د پرمختګ په اړه صادقانه هیله له یاد پیغام نه څرګند شوي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |