CRI Online

جانګ ده جیانګ: په نوې زمانه کې د چیني ځانګړتیالرونکي سوسیالیزم په اړه د شي جین پینګ افکار په ژورې زده کړې او مراعات سره اساسي قانون پلی کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-04 14:57:50
جانګ ده جیانګ: په نوې زمانه کې د چیني ځانګړتیالرونکي سوسیالیزم په اړه د شي جین پینګ افکار په ژورې زده کړې او مراعات سره اساسي قانون پلی کړي

د دسمبر په ۴ مه نېټه د چین د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې مشر جانګ ده جیانګ د اساسي قانون د ملي ورځې په یوه ناسته کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه. هغه پر دې ټینګار وکړ چې د ګوند د ۱۹ م ملي کانګرس د رویې د ترسره کولو په جمله کې ترټولو مهمه برخه په نوې زمانه کې د چیني ځانګړتیالرونکي سوسیالیزم په اړه د شي جین پینګ افکار ژوره زده کړه او مراعات دي. باید د اساسي قانون د مراعات او څارنې په برخه کې د شي جین پینګ په محور د مرکزي کمیټې مهمې پریکړې او ترتیبات پوره کړو، باید په ټینګه او فعاله توګه د اساسي قانون اصل پلی کړو، باید د اساسي قانون رویه پراخه کړو او باید د اساسي قانون مسؤلیت اجرا کړو ترڅو چې په پوره توګه د سمسورې ټولنې او عصري سوسیالیستي هیواد د جوړولو په کلیدي موده کې اساسي قانون خپل مهم رول ولوبوي.

د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې مرستیال لي جیان ګوه په دغه غونډه کې ګډون وکړ او د ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې مرستیال وانګ جن د دغې غونډې مشري وکړه.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای