CRI Online

د چاپيريال ساتنې په اړه د م م درېيمه غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-04 16:20:00

پر ځايي وخت د دسمبر په څلورمه نېټه د چاپيريال ساتنې په اړه د م م درېيمه غونډه د کنيا په پلازمينه نايروبي کې د م م د چاپيريال د پروګرام په عمومي مقر کې پرانيستل شوه. په دغه دري ورځنۍ غونډه کې به له کردې کرې څخه د ککړتيا د پاکولو تر عنوان لاندې د چاپيريال د ککړتيا مسئلو ته پاملرنه وشي. د پاملرنې وړ ده چې د غونډې نه مخکې د تياريانې اړوند فعاليتونه پيل شوي دي. د دسمبر په درېيمه نېټه د م م د چاپيريال د پروګرام په بلنه په چين کې د Mobike په نوم د مشترکو بايسکلونه د نايروبي په واټونو کې رامنځته شوي چې د شين تګ راتګ نظر خلکو ته تبليغات ورکوي.

د دسمبر د دريمې نيټې په سهار د موباي په نوم د مشترکو بايسکلونو د سپارلو فعاليت د نايروبي په مرکز کې د م م د چاپيريال پروګرام لخوا تر سره شوی چې خلکو ته په ښارونو کې د دواملرونکو بنسټيزو تاسيساتو د پيژندنې او د بايسکلونو په وسيله د شين تګ راتګ نظر د خپرولو په موخه و. د Mobike په نوم مشترک بايسکلونه په چين کې ډېر مروج دي چې د نولسو مياشتو راهيسي د بايسکلونو په وسيله د تګ راتګ انډول يو چند زيات شوی او د څلور مليونه او څلور لکه ټنو په اندازه کاربن کم ايستل شوی. دغه ترافيکي لاره د نړيوالې ټولنې لخوا ډېره ومنل او وستايل شوه. د م م د سرمنشي مرستيال او د چاپيريال پلانولو ادارې اجرائيوي منشي عيريک سولهيم وويل موږ هيله لرو چې د مشترکو بايسکلونو په وسيله د تګ راتګ ترافيکي لاره خپره کړو تر څو په ښارونو کې ککړتيا کمه شي تر څو روغتيايي، ښکلی او نېکمرغه چاپيريال رامنځته او اباد شي.

په کنيا کې د چين لوي سفير او د م م د چاپيريال پروګرام د چين استازي ليو شيان فا په دغه فعاليت کې ګډون وکړ او ويې ويل چې د Mobike په نوم د مشترکو بايسکلونو په وسيله د تګ راتګ لاره د م م د چاپيريال پروګرام د کارونو ملاتړ لپاره د چيني تصديو يو مشخص فعاليت دی. هغه وويل دغه فعاليت به د لا زياتو چيني تصديو او اوسيدونکو هڅونه وکړي چې د چاپيريال ساتنې په چارو کې برخمن شي ، څو چې موږ شين غرونه او سيندونه او ښکلی او پاک ژوند ولرو.

نايروبي تر لمر لاندې د ګلونو ښار بلل کيږي چې په کي چاپيريال ښکلی دی او هر موسم يې پسرلي ته ورته دی. په همدې ورځ د زياتو بايسکلونو چلوونکو په قول دوی غواړي چې د ککړتيا کمولو لپاره خپل رول ولوبوي.ميرمن ماريا موګوري وويل(اواز)

زما په اند نن د بايسکلونو سپرلۍ فعاليت ډېر ښه دی چې د خلکو هغه نظريه او باور زيات او ټينګ شي چې د بايسکلونو په وسيله د تګ راتګ له لارې به ککړتيا کمه شي. زه ډېره خوشحاله يم. د Mobike بايسکلونه ډېر ښکلی او د سپرېدلو احساسات هم ډېر ښه دی.

په نايروبي کې د م م د اړوندې څانګې کارکوونکي وساني موسيس هم دا ډول احساسات لري او ويې ويل د بايسکلونو په وسيله تګ راتګ ککړتيا کمولی شي، که خلک ټول بايسکولونه وکاروي، د هوا ککړتيا اندازه به کمه شي.

د مالوماتو له مخې د بيجينګ د Mobike شرکت دغه فعاليت لپاره سل بايسکلونه برابر کړي دي. د چاپيريال ساتنې د م م د درېيمې غونډې په موده کې به په غونډه کې ګډون کوونکي دغه بايسکلونه وکاروي. د بايسکلونو نه پرته به د دغې غونډې په موده کې د ګډون کوونکو هڅونه وشي چې په خپله د اوبو پيالې او د ليکلو لپاره بريښنايي تاسيسات له ځان سره راوړي تر څو د کاغذ بې ځايه مصرف او د چاپيريال ککړتيا کمه شي او په واقعي توګه د دغې غونډې مضمون پلي او تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای