CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير: د امنيت شورا پريکړه ليکونه د مختلفو خواوو پر غاړه ګډې نړيوالې دندې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-04 17:09:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په څلورمه نېټه په بېجينګ کې د مغوليستان د بهرنيو چارو له وزير تسوګتباتر دامدين سره تر کتنې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د يادونې په وخت کې وويل، چې چين تل د شمالي کوريا له هغه عمل سره مخالفت کوي چې د امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه په سرغړولو سره د ذروي توغنديو څيړنه کوي، او تل په جدي او پوره توګه د امنيت شورا بېلا بېل پريکړه ليکونه پلي کوي. دغه راز، چين له هر هغه عمل سره هم مخالفت کوي چې د دې سيمې د حالاتو د ترينګلتيا سبب ګرځي، او د سوله ييزو خبرو اترو د پياوړتيا لپاره هڅه کوي.

په تېرو څو ورځو کې شمالي کوريا يو ځل بيا د توغنديو د توغولو ازموينه وکړه، نو امريکا چمتوالی ښودلی چې پر شمالي کوريا باندې به نور بنديزونه ولګوي. وزير وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې په تېرو دوو مياشتو کې د کوريا ټاپووزمې حالات ارام وو، خو اوس يې حالات د بيا ترينګتيا په حال کې دي. بېلا بېلو خواوو فرصت نه دی نيولی، نو چين په دې باره کې تاسف څرګندوي. چين د بېلا بېلو خواوو د نويو وړانديزونو او نظرونو هر کلی کوي، خو د امنيت شورا د پريکړه ليکونو د رويو او اصولو درناوی دې وشي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای