CRI Online

د انټرنيټي شبکې په نړيواله غونډه کې د بې وزليتوب له منځه وړل د پاملرنې وړ دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-04 17:33:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د انټرنيټي شبکې د څلورمې نړيوالې غونډې په چوکاټ کې د ګټو د شريکولو او د انټرنيټ له لارې د بې وزليتوب د له منځه وړلو په اړه فورم د دسمبر د څلورمې نېټې په سهار د چين په وو جن علاقه دارۍ کې تر سره شو. د م م د غلو دانو او کرهنيزو چارو سازمان، د ښځوچارو رياست، د مخابراتي چارو د نړيوالې ټولنې، د نړيوال پولي صندوق او د نړيوال بانک په شمول د نړيوالو سازمانونو، د امريکا، ګانا، نيپال او اتوپيا په شمول د ځينو هېوادونو استازو، د چيني او بهرنيو تصديو شلو خاوندانو او د چين د سي چوان، يون نان او ګان سو د بې وزليو ولسواليو استازو او د بې وزليتوب د له منځه وړلو څلورو نمونو په دغه فورم کې ګډون درلود.

برخوالو تر ۲۰۳۰م کاله پورې د دواملرونکي پرمختګ په اړه د م م د جريان په چوکاټ کې د انټرنيټ له لارې د بې وزليتوب د له منځه وړلو پر تدبيرونو بحث وکړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای