CRI Online

وانګ يانګ به په ګوانګ جو کې د ۲۰۱۷م کال لپاره د شتمنۍ په نړيوال فورم کې برخه واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-04 20:44:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۰۱۷م کال لپاره د شتمنۍ نړيوال فورم به د روانې مياشتې له ۶مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د چين په ګوانګ جو ښار کې تر سره شي. د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ به د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او يوه وينا به وکړي. د فورم په ترڅ کې به ښاغلی وانګ يانګ د کاناډا او نوې پاپواګينې له صدراعظمانو سره هم وګوري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای