د سينهوا اژانس د خبر له مخې، م م د دسمبر په ۴ مه نېټه اعلان وکړ چې د سياسي چارو په برخه کې د م م د سرمنشي مرستيال جفري فيلتمن به د دسمبر له ۵ مې نېټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې شمالي کوريا ته سفر وکړي او د شمالي کوريا له مامورينو سره د ګډې انديښنې مسائلو په اړه به خبرې اترې وکړي.
د م م د سرمنشي وياند سټفانې ډوجاريک په همدې ورځ په خبري ناسته کې وويل، چې په دې ترڅ کې به فيلتمن د م م پلاوي او ډيپلوماتانو سره کتنه وکړي او د م م له دفتر څخه کتنه وکړي. هغه زياته کړه، چې د فيلتمن سفر به ټول په پينګ يونګ کې تر سره شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |