CRI Online

د نړۍ د ککړتیا حالت سخت دی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 09:42:58

د م م د چاپیریال ریاست اجرایه مدیر اریک سلهیم د روانې میاشتې په ۴ مه نېټه د م م د چاپیریال غونډې ته تر دې عنوان لاندی یو راپور وړاندی کړ چې باید له ککړتیا څخه پاکه ځمکه جوړه شي. به دغه راپور کې په نړۍ کې د ککړتیا بیلابیلې ننګونې معرفي شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ژوند او مصرف سویې لوړتیا او د نفوسو زیاتوالی د ککړتیا د سختوالي سبب شوی دی او ښايي مخ پر سختیدو وي. د هوا ځمکو اوبو او سمندرونو ککړتیاوې څلور عمده برخې دي چې د بشر روغتیا او ایکولوجیکي سیستم ته زیانونه رسوي. مثلاً د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۲ کال کې په مړو شویو کسانو کې ۲۳ فصد د چاپیریال د عناصرو له امله مړه شوي وو.

د خبر له مخې د ککړتیا مسئلې د مخنیوي او مبارزې په اړه مختلفو هیوادونو ډیر پروتوکولونه هم جوړ کړي دي او له مخې یې خپل قوانین جوړ کړي دي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای