CRI Online

روسیه او امریکا د خبري رسنیو په اړه جنجال کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 09:44:40
روسیه او امریکا د خبري رسنیو په اړه جنجال کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د روانې میاشتې په ۴ مه نېټه وویل چې خارجه وزارت به یې په روسیه کې د امریکا د خبري رسنیو جوازنامې لغوه نه کړي خو د پارلمان په استازیو مجلس کې به د دوي د مرکې واک محدود کړي.

زاخاروا په همدې ورځ یوه خبري ناسته کې وویل چې هغه خبري رسنۍ چې د پردي وکیل په توګه ثبت شوي، په استازیو مجلس کې د مرکې اجازه له لاسه ورکړي. دغه تدبیر یوازی د امریکا له ۹ یا ۱۰ خبري رسنیو سره تړاو لري او د نورو هیوادونو خبري رسنۍ په کې شاملې نه دي.

د خبر له مخې امریکا په ملي کانګرس کې د نننۍ روسیې په نوم تلویزیون یعنی ار ټي د مرکې اجازه لغوه کړې ده

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای