CRI Online

لي که چیانګ له خپل کانادایي سیال سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 09:52:47
لي که چیانګ له خپل کانادایي سیال سره وکتل

د روانې میاشتې په ۴ مه نېټه د چین صدراعظم لي که چیانګ په ولسي تالار کې له خپل کانادایي سیال ترودیو سره وکتل او د دواړو هیوادونو د صدراعظمانو ترمنځ دوهم کلنی دیالوګ یې وکړ.

لي که چیانګ چین ته د هغه د یو ځل بیا سفر هرکلی وکړ او په تیر کال کې یې د دواړو هیوادونو د اړیکو پرمختګ لوړه ستاینه وکړه. هغه خپل رضایت څرګند کړ چې د دواړو هیوادونو صدراعظمانو او خارجه وزیرانو کلنی ملاقات کړی دی، د اقتصاد او مالیې ستراتیژیک دیالوګ جوړ شوی او د ملي امنیت او قانوني ادارې په اړه عالی کاري سیستم مثبت رول لوبولی دی. دواړو خواوو په دې موافقه وکړه چې د اقلیمي بدلون او پاک پرمختګ په اړه د چین او کانادا ګډه اعلامیه خپره کړي او په دې اړه د وزیرانو په کچه دوه نوي دیالوګ جوړ کړي.

ترودیو وویل چې د چین د اقتصادي پرمختګ د لیدو وړ دی او چین په نړیوالو چارو کې مهم رول لوبوي. کانادا او چین د همکاریو لوی ځای لري او کانادا غواړي د ګډو ګټو پر بنسټ له چین سره عالی رتبه تګ راتګ وساتي، اقتصادي او تجارتي همکاري پیاوړی کړي، ملکي تبادلې زیاتې کړي او خپلمنځي دوستي ټینګه کړي ترڅو چې متقابلې ګټې مو ترلاسه کړې وي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای