CRI Online

د ايران په لويديځ کې د زلزلې له امله ٥٦٩ کسان مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 10:19:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ايران دولتي خبري اژانس د روانې مياشتې په څلورمه نېټه خبر ور کړ چې تېره مياشت د ايران په لويديځ کې د زلزلې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ٥٦٩ ته رسيدلی دی .

دغه خبري اژانس د کرمنشاه ولايت د قانوني ډاکترانو سازمان د مسئول ارتين کمالي په قول ويلي چې په تېرو څو ورځو کې ژغورونکو تر کډوالو لاندې ٤٨ جسدونه پيدا کړي چې دا ټول د سرپل په زهاب ښار وو.

د نومبر په ١٢مه نېټه د ايران په کرمنشاه ولايت کې چې له عراق سره ګډه پوله لري، د ريکتر په کچه٧ اعشاريه درې درجې زلزله وشوه چې له امله يې اقتصاد ته د ٤٥٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت زيانونه رسيدلي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای