CRI Online

د يمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح د حوثي وسله والو له خوا وژل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 10:21:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د يمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته نژدې يوه لوړ پوړي چارواکي د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د دې خبر پخلی کړی چې صالح په همدې ورځ د حوثي وسله والو له خوا وژل شوی دی.

نوموړي وويل چې صالح او د ده په مشرۍ د يمن د ولسي کانګرس ګوند د عمومي منشي مرستيال ياسر العوادي چې غوښتل چې د حکومتي پوځ تر کنترول لاندې د مريب ولايت ته لاړ شي، په همدې ورځ پلازمينې صنعا ته د تښتېدو په حإل کې د حوثي وسله والو له خوا ووژل شول.

ور پسې حوثي وسله والو د تلويزيون له لارې ياد خبر او اړونده ويډيو خپره کړه.

د نومبر په ٢٩مه نېټه حوثي وسله والو د صالح په مشرۍ له پوځي ځواکونو سره نښتې وکړې .د دسمبر په دوهمه نېټه د دې نښتو د سختېدو په حال کې صالح له پوځي ځواکونو او خلکو څخه غوښتنه وکړه چې له حوثي وسله والو سره جګړه او مقاومت وکړي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای