د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په ۴مه نېټه په بېجينګ يوه خبري ناسته کې وويل، چې د قسيم بندر د ډبرو سکرو برېښناکوټ د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز تر چوکاټ لاندې د انرژۍ يوه مهمه پروژه ده. چين د دې پروژې د کار لوېدلو له امله خوښ دی، هيله لري چې د دې پروژې په فعالېدلو سره به د پاکستان د انرژۍ د کمښت مخنيوي کې اساسي رول ولوبوي او پاکستانيانو ته به ګټې ورسوي.
ګنګ شوانګ وويل، د قسيم بندر د ډبرو سکرو بريښناکوټ د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز تر چوکاټ لاندې لومړۍ پروژه ده چې درېمې خوا پکې هم ګډون کوی او د دې څرګندونه ده چې دغه دهليز يو ورخلاصی وړانديز دی. چين غواړي چې له پاکستان سره د مشورې په اساس د دې دهليز په ابادۍ کې د نورو هېوادونو د ګډون په اړه بحث وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |