د فرانسې ولسمشرۍ پر دې د روانې میاشتې په ۴ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په همدې ورځ ولسمشر یې امانویل مکرون د امریکا له ولسمشر دانولد ترمپ سره د تېلېفوني خبرو په ترڅ کې خپله اندیښنه څرګنده کړې چې امریکا ښایي په یواړخیزه توګه بیت المقدس د اسرائیلو پایتخت وبولي.
مکرون دا تکرار کړه چې د بیت المقدس حیثیت باید د اسرائیلو او فلسطینیانو د سوله ییزو خبرو اترو له لارې حل شي او په سوله کې د اسرائیلو او فلسطین د دواړو هیوادونو ګډ ژوند د موخې په توګه وبلل شي.
په یاده اعلامیه کې هم ویل شوي چې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د دغې مسئلې په اړه تبادلې ته دوام ورکړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |