د امریکا سترې محکمې د روانې میاشتې په ۴ مه نېټه پریکړه وکړه چې د مهاجرینو د محدودیت په اړه د حکومت نوی حکم مرافعې ته د ایستلو په موده کې له اوسه نافذ شوی دی. دا لومړی ځل دی چې د امریکا سترې محکمې د مهاجرینو د محدودیت په اړه د ترمپ حکومت حکم مني.
د امریکا ولسمشر ترامپ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د مهاجرینو د محدودیت درېیم حکم کړی وچې له مخې یې د اکتوبر میاشتې له ۱۸ نېټې څخه د چاد ایران لیبیا شمالي کوریا سوریې یمن او سومالي خلک امریکا ته د تګ اجازه نه لري او د ونزویلا ځیني چارواکي امریکا ته هم ننوتلي نه شي.
د ترمپ حکومت وایي دغه حکم د هیواد له ملي ګټو سره سمون خوري خو مخالفین یی په دې نظر دي چې دغه حکم تبعیضي رنګ لري.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |