CRI Online

د م م د چاپيريال٣مه غونډه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 15:28:21

د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د م م د چاپيريال درېيمه غونډه د کينا په پلازمينه نايروبي کې د م م د چاپيريال د پروګرام په مقر کې پيل شوه چې عمده موضوع يې د پاکې ځمکنۍ کرې برابرول دي.برخه وال په عمده توګه د ککړتيا مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي او د ځينو مهمو پرېکړه ليکونو د تصويبېدو لپاره هڅه کوي او له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د چاپيريال ساتنې په برخه کې له بېړنيو ننګونو سره مقابله وکړي.د دې غونډې په موده کې د ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د ځينو چيني تصديو کوښښونه د پاملرنې وړ دي.

د همدې ورځې په سهار ياده غونډه پرانيستل شوه او د بېلا بېلو هېوادونو حکومتي چارواکي،صنعتګر او ټولنيز شخصيتونه پکې راغونډ شول او په ګډه سره يې د ککړتيا پر وړاندې د نړيوالو ګواښونو د ليرې کولو په باب بحث وکړ.د يوې شمېرنې له مخې په درې ورځنۍ غونډه کې د ګډون کوونکو شمېر له څلور زرو څخه اوښتی دی .د دې غونډې رئيس او د کستاريکا د چاپيريال او انرژۍ وزير ايدګار ګوتريز وويل (اواز............)زموږ ګډه موخه په بېلا بېلو لارو چارو تر زياتې اندازې پورې د ککړتيا کمښت دی.يوازې له روانې اوونۍ څخه په دې غونډه کې لا قوي ډله ييز عمليات تر سره کړو،ځمکنۍ کره به پاکه شي.

پر عمده غونډې سربېره نور اړوند فورمونه او نندارتونونه هم ترتيب شوي دي .په دغو فورمونو او نندارتونونو کې د چين د وي بو په نوم د انټرنټي ډګر په شمول ځينې تصدۍ او اورګانونه د پاملرنې وړ دي.

د روانې مياشتې د څلورمې نيټې په ماښام د م م د سرمنشي مرستيال او د چاپيريال د پلانيزې ادارې اجرائيوي مشر اريک سولحيم د دوام لرونکي نوښت په نندارتون کې ګډون وکړ او د چين د وي بو په نوم د انټرنټي ډګر د عمومي مدير مرستيال دونګ ون جون سره يې د ستراتيژيکې همکارۍ ياددښت لاسليک کړ.دواړو خواوو همکاريزې اړيکې ټينګې کړې تر څو په چين کې د چاپيريال په باب لازيات معلومات وړاندې کړي.سولحيم د دې ياددښت د لاسليکولو په مراسمو کې وويل (اواز...........) تر هر څه لومړی له دې امله خوشحاله يم چې له وي بو سره مو همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي.ځکه زما په اند په اوسني حال کې چې د چين حکومت د چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي، د دواړو خواوو ترمنځ په همکارۍ کې ډېر امکانات شته دي.د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس په هکله د رئيس شي جين پينګ راپور مې لوستلی چې پکې د چاپيريال ساتنې په هکله برخې د اقتصاد په پرتله زياتې دي.

دونګ ون جون تر يادو مراسمو وروسته وويل(اواز...........)د وي بو د يوه دايمي همکار په توګه د م م د چاپيريال پلانيزې ادارې په نړۍ کې د سرچينو د معقولې کارونې د هڅولو او د نړيوال چاپيريال د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو په برخه کې د ليدو وړ خدمتونه کړي دي.وي بو هيله لري چې د م م د چاپيريال له پلانيزې ادارې سره يو ځای د نړيوال چاپيريال ساتنې په ګډه موخه همکاريز ياددښت لاسليک کړي تر څو دوه اړخيزې همکاريزې اړيکې نورې هم ټينګې اود چاپيريال ساتنې،د چاپيريال ساتنې په هکله د معلوماتو وړاندې کولو او د دواملرونکي پرمختګ د هڅولو په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ هر اړخيزې همکاري پياوړې شي.

د دې غونډې په اړه د دواملرونکي پرمختګ په نندارتون کې د موبايک په نوم د بايسکلونو د شرکت په شمول د ځينو چيني تصديو غرفې د پاملرنې وړ دي .کارکوونکي په دې بوخت وو چې کتونکو ته يې د بايسکل په وسيله د تګ راتګ په باب ګټور معلومات وړاندې کول.د دې ترڅنګ دا هم د يادونې وړ خبره ده چې ګډون کوونکي هم کله نا کله د بايسکل په وسيله د غونډې د تر سره کېدو ځای ته لاړل


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای