CRI Online

د روسيې صدراعظم: د توغندي د توغولو ناکامي بايد مسئوليت وي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 15:59:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې صدراعظم دميتري مديوديف د دسمبر په ۴مه نېټه وويل، چې د Soyuz-۲.۱B ډول توغندی د توغولو ناکامي بايد د اړوندو کسانو مسئوليت وي او ترې دې پوښتنې ګروېږنې وشي.

د مالومات له مخې، مديوديف په همدې ورځ له خپل مرستيال سره په يوه ناسته کې اشاره وکړه چې دغه ناکامي د روسيې هوايي صنايعو برخه کې نه يوازې پېسې ضايعه کوي، بلکې د روسيې شهرت هم اغيزمن کوي. مونږ بايد د دې پېښې په جدي حالت باندې پوه شو ، په پوره توګه د دې پېښې لامل وڅيړو او د اړوندو کارکوونکو تېروتنې بايد ومومو.

د ځينو وزارتونو مشرانو په خپل سر د توغندي توغول بريالي اعلان کړي وو، هغه پر دې هم نيوکه وکړه.

د خبر له مخې، مديوديف د هوايي چارو په اړه د صدراعظم مرستيال دميتري روګوزن څخه غوښتنه وکړه چې د پېښې سبب وڅيړي، اړوندې چارې حل کړي او د پلټنې يو کمېسيون تاسيس کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای