CRI Online

د چين خارجه وزارت: کابو ۱۵۰۰۰ تنه چيني سيلانيان د دوی په مرسته په امن سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 16:17:30

د سين هوا اژانس د چين د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي خدمت له ويبپاڼې څخه خبر واخيست چې د روانې مياشتې د ۴مې نيټې تر ۱۲ بجو پورې د دغه وزارت او اړوندو څانګو په مرستې ۱۵۲۳۷ تنه چيني سيلانيان بېرته د چين لويې وچې او ۶۰۰ تنه نور يې د چين هانکانګ ته بېرته راستانه شوي چې د اور غورځوونکي غره د اور بهېدو له امله د اندونيزيا په بالي ټاپو کې پاتې شوي وو.

د معلوماتو له مخې، د نومبر په ۲۷مه نيټه د کونونګ اګونګ په نامه د اور غورځوونکي غره د ناڅاپي اور بهېدو له امله د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د نړيوال هوايي ډګر دروازه تړل شوې او څه دپاسه لس زره تنه چيني سيلانيان له دې امله بند پاتې شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای