د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په پنځمه نېټه د انټرنيټ څلورمه نړيواله غونډه د چين په وو جن علاقه دارۍ کې پای ته ورسېده. د چين د دولت د انټرنيټي مطبوعاتي دفتر منشي شيو لين د دغې غونډې د پای ته رسېدو په مراسمو کې وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته په ډېره درنه سترګه وکتله. هغه په ځانګړې توګه دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او د دغې غونډې د تر سره کېدو او په دغه غونډه کې د مختلفو استازو د ګډون هر کلی يې وښود. هغه په ګردې نړۍ کې د انټرنيټي پرمختګ او ادارې په اړه مهم نظرونه څرګند کړل او د ګډون کوونکو او نړيوالې ټولنې لخوا ومنل شول.
برخوالو د دغې غونډې په شلو فورمونو کې د ډيجټال اقتصاد د پرمختګ او د ورخلاصون او شريکولو په رڼا کې په انټرنيټ کې د برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو تر عنوان لاندې خپل نظرونه، تر لاسه شوي برياليتوبونه، د همکاريو لارې او د راتلونکي اميدونه شريک کړل. په دغه غونډه کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۷م کال لپاره په چين کې د انټرنيټ د پرمختګ راپور او د ۲۰۱۷م کال لپاره په نړۍ کې د انټرنيټ د پرمختګ راپور خپور شو. دغه راز، په دغه غونډه کې د وو جن وړاندوينې په نوم راپور هم خپور شو او ورڅخه څرګندېږي چې نړيوالې ټولنې د انټرنيټ د ادارې او پرمختګ په برخو کې يو مهم ګام پورته کړی دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |