د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال بانک څو ورځو مخکې يو راپور خپر کړ چې د ختيځې آسيا او آرام سمندر سيمې پرمختيايي اقتصادونو د بيوزلۍ د کمولو او د خلکو د ژوند سويې د لوړولو په برخو کې زياتې لاسته راوړنې لرلې، خو بايد په نوی فکر او لارې چارې د اقتصاد هراړخيز پرمختګ تر سره کړي.
په دې راپور کې ويلي چې د تېرې پېړۍ له اتمې لسيزې راهيسې په دغه سيمه کې اقتصاد چټک پرمختګ کړی او ګڼ شمېر اقتصادونه له بېوزلۍ څخه د منځنيو عايداتو ليکو ته ننوتلي دي. تر ۲۰۱۵ کال پورې، په دې سيمه کې دوه پر درېيمه برخې نفوس مالي تضمين ترلاسه کړی او منځنۍ طبقې ته داخل شوي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |