CRI Online

ښاغلي شي جين پينګ د کاناډا له صدراعظم جوسټين ټروډياو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-05 19:35:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۵مه نېټه د دياو يو تای په دولتي مېلمستون کې د کاناډا له صدراعظم جوسټين ټروډياو سره وکتل.

ښاغلي شي جين پينګ چين ته د ښاغلي ټروډياو د سفر هر کلی څرګند کړ او و يې ويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ نژدې تګ راتګ شته او دا د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو لپاره لارښوونکی رول لوبوي. د چين او کاناډا ترمنځ د همکاريو پټ قوت قوی دی.

ښاغلي ټروډياو وويل، زه د دوه اړخيزو اړيکو په اړه د ښاغلي شي جين پينګ ارزونه منم. د کاناډا او چين ترمنځ اړيکې اوږد تاريخ لري. په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو خلکو د دوه اړخيزو همکاريو له پرمختګ څخه ګټه اخيستې ده. کاناډا تل د متقابل درناوي او باور پر بنسټ له چين سره د اړيکو د ټينګېدو او د اقتصاد او سوداګرۍ او بشري کولتور په برخو کې د همکاريو د ژورتيا او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د همغږۍ لپاره هڅې کوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای